د سټنډرډ ملي ادارې لخوا په فراه 78 میل بندر کې 7 ټانکره بې کیفیته تیل ایران هېواد ته بېرته مسترد کړل.

د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په فراه ولایت کې 7 ټانکره بې کیفیته نفتي توکي (ډیزل تیل) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران هېواد ته مسترد شول.
په فراه ولایت کې د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت د لابراټواري ټیسټ وروسته 7 ټانکره تیل چې د دې ادارې د سټنډرډونو خلاف وو او پایله یې منفي وه، له مستردۍ وروسته ایران هېواد ته وګرځول شول.
په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. او له ټولو سوداګرو غواړي تر څو هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه ورته قانوني عمل سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې څخه مخکې ستڼډرډ ملي ادارې په کراتو بې کیفیته تیل د هېواد په بنادرو کې مسترد کړي دي.