د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کندهار ګروپ او RGC شرکتونو سره وکتل د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په خپل دفتر کې د کندهار ګروپ او RGC شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.
په دې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو سلاکار محمد طارق صافي، د ادارې ویاند عاشق الله وزیري او مالي او اداري چارو امر عکرمه صیب هم حضور درلود. دغه غونډه د نفتي توکو د کنټرول د ثبات د پروسې او د خصوصي شرکتونو له خوا د هغې د پلي کولو او پرمختګ پر څرنګوالي د بحث او کتنې په موخه جوړه شوې وه. د ستندرد ملي ادارې عمومي ريس د يادو شرکتونو مسوولينو ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل؛ په هېواد کې د نفتي توکو معیاري کول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي او د سټنډرډ ملي ادارې د نفتي توکو د کیفیت د ثبات او کنټرول په موخه هر وخت هڅې کړي او دوام به لري.