د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت تورغندي بندر د انسا لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم د یو پلاوي په ملتیا د هرات ولایت د تورغندي بندر له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه. د دې ناستې موخه د بندرونو په برخه کې د انسا ادارې د فعالیتونو له نږدې څېړل او د ستونزو حلول و. د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د یاد بندر د نفتي توکو د لابراتوارونو چارې له نږدې وکتلې او مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.