د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت خدمتونه د سرچینو د غوره مدیریت لپاره په دوامدار ډول جریان لري

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت متخصصینو د برښنا شرکت د )۲( موټرو او د پښتني بانک (۱)موټر د سون توکو د مصرف معیارونه وټاکل.
د دې ادارې د نورم تثبیت آمریت تخنیکي او فني مسئولین په پرلهپسې ډول هڅه کوي چې د وسایطو، تجهیزاتو، ماشینونو او بیلابیلو وسایلو د سون توکو د مصرف کره معیارونه وټاکي.
تعیین شوي نورمونه کولی شي د سرچینو غوره مدیریت او د انرژۍ د ضایعاتو کمولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د مصرفي نورمونو تثبیت؛
معیاري کولو او سپما ته یو مثبت ګام!