د سټنډرډ ملي ادارې د ننګرهار ښار په واټونو کې د سټنډرډونو د فرهنګ دود کولو په موخه کمپاین پیل کړ.
د سټنډرډ ملي ادارې د سټنډرډونو د فرهنګ د دود کولو په موخه د ننګرهار ښار په عمومي واټونو کې پر موټرونو د سټنډرډ نښان او شعار په نصبولو کمپاین لومړي ځل لپاره پیل کړ.
دا کمپاین د سټنډرډ ملي ادارې د ننګرهار ولایت امر مولوي عبدالعزيزحقاني په ګډون سره پیل شو.
د سټنډرډ ملي ادارې سټنډرډونو په رعایت کولو سره د ټولنې روغتیا او د افغاني محصولاتو ارزښت پر نړیوالو بازارونو کې په پام کې ونیسو.