د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو نوی امر معرفي او په کار یې پیل وکړ
محترم مولوي شیر اغا جالب په رسمي ډول د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو نوي امر په توګه وټاکل شو. د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر د رئیس محترم مولوي وحید احمد بدري ، دعوت او ارشاد رئیس مفتی نور احمد یاسر، مالي او اداري رئیس مولوي محمد عبدالله السیف، د ولایتي چارو رئيس مولوي احمد الغازي او د اړونده ادارو کارکوونکو برخه اخيستې وه. محترم مولوي وحید احمد بدري ښاغلي جالب ته د نوې دندې مبارکي وویله او د لوی خدای له دربار څخه ورته د بریالیتوب هیله وکړه.