د سټنډرډ ملي ادارې او فنټم عملیاتي شرکت تر منځ هوکړه لاسلیک شو.
۳۰ سلواغې ۱۳۹۹
د سټنډرډ ملي ادارې او فنټم عملیاتي شرکت تر منځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شو. فنټم چې یو نړیوال شرکت دی، د اداري چارو د چټکیا او شفافیت په موخه پر ډیجیټل حکومتولۍ کار کوي. د دغې هوکړې پر بنسټ به په انسا اداره کې کاري پروسه چټکیا ومومي او په چارو کې به بشپړ شفافیت را منځ ته شي.
د دغې هوکړې له مخې به د کاري چټکیا او شفافیت تر څنګ بیروکراسي له منځه لاړه او په چوپړتیاو کې به غوراوی را منځ ته شي.