د سټنډرډ ملي ادارې او د هېواد د بطریو د تولید اتحادیې ترمنځ غونډه وشوه
د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د بطریو تولیداتو اتحادیې ترمنځ غونډه د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې تخنیکي مرستیال محترم مولوي محمد اصف قانت،مالي او اداري مرستیال مولوي عطاء الله فرید او د مطابقت او ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن په ګډون جوړه شوه.
الحاج ملا فیض الله تمیم عمومي رئیس وویل، د سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده چې د هېواد له کورنیو تولیداتو څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د غونډې په سر کې فابریکو مسؤلینو ژمنه وکړه، چې خپل تولیدات به د هېواد له ملي معیارونو سره سم تولیدوي او د سټنډرډ ملي ادارې له لورې یې د خپلو تولیداتو د معیاري کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
دغه راز پرېکړه وشوه، چې ډېر ژر به د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د بطریو د تولید له فابریکو څخه د څارنې بهیر پیل شي.
غونډه د سټنډرډ ملي ادارې مالي مرستیال مولوي عطاء الله فرید د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.