د سټنډرډ ملي اداره ټولو روغتیایي لارښوونو او سپارښتنو ته په کتو خپل فعالیتونه ترسره کوي.

Moasaq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۲ - ۱۷:۴۰
د سټنډرډ ملي اداره ټولو روغتیایي لارښوونو او سپارښتنو ته په کتو خپل فعالیتونه ترسره کوي.

پنجشنبه
۱۳۹۹/وری/۲۸
د سټنډرډ ملي اداره د روغتیا نړیوال سازمان او د هېواد د عامې روغتیا وزارت ټولو روغتیایي لارښوونو او سپارښتنو او د خپلو کارکوونکو روغتیا او خوندیتوب ته په پام خپل فعالیتونه ترسره کوي. د دغې ادارې د مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي په وینا چې نه یواځې مرکزي اداره، بلکې د ولایتونو نمایندګۍ هم د قرنطین په دوره کې د روغتیا وزارت ټولو لارښوونو ته په پام له وقفې پرته خپل فعالیتونه ترسره کوي.
دغه راز د حیرتانو بندر او نورو نمایندګیو کې هم ټولو روغتیایي لارښوونو او سپارښتنو ته جدي پاملرنه شوې ده او د مراجیعینو د اسنادو د مرحلو د طی کولو په موخه یې ځانګړې تګلاره جوړه کړې ده چې روغتیایي سپارښتنې په کې تطبیق شوې دي.
مالي او اداري مرستیال ښاغلي جلالزي د ټولو ولایتونو له نمایندګیو څخه غوښتنه وکړه چې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په موخه دې د عامې روغتیا وزارت ټولې لارښوونې تطبیق کړي او خپلو کارکوونکو ته دې روغتیایي اسانتیاوې برابرې او د خوندیتوب په توکو او جامو دې یې مجهز کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۱ - ۱۱:۳۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې او فور کارنر مشورتي شرکت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

دوشنبه

۱۳۹۹/چنګاښ/۹

دغه هوکړه لیک د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي او د فور کارنر شرکت رییس ښاغلي سمیع له لوري د مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي، د سټنډرډونو. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۵ - ۲۰:۱۶
Background image

د ګازو پر واردولو، کیفیت او د سوداګرو پر ستونزو بحث وشو.

پنجشنبه
۱۳۹۹/غویی/۲۵
هېواد ته د ګازو پر واردولو، کیفیت او په بندرونو کې د سوداګرو پر ستونزو بحث وشو. په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي،. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۴ - ۱۷:۱۹
Background image

د ۱۳۹۹ کال د روژې مبارکې میاشتې په اړه د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پیغام

د سټنډرډ ملي ادارې رهبري د روژې د مبارکې میاشتې په راتلو سره نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان ټول مسلمان ولس ته مبارکي وایي. په دې هیله چې د دغې مبارکې میاشتې په برکت او د خدای ج په. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي اداره ټولو روغتیایي لارښوونو او سپارښتنو ته په کتو خپل فعالیتونه ترسره کوي.

The subscription service is currently unavailable. Please check again later.