انسا د خپلو لاسته راوړنو او پلانونو په اړه ولس ته سپیناوی ورکړ

admin_omid
شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۴ - ۱۶:۲۶
انسا د خپلو لاسته راوړنو او پلانونو په اړه ولس ته سپیناوی ورکړ

د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د شنبې په ورځ (د ۱۳۹۸ کال د وري په ۲۴مه) د  "ولس ته د حکومت د ځواب ورکونې پروګرام" د روانو ناستو په لړ کې د خپلو لاسته راوړنو او روان کال د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.

پدې ناسته کې چې د انسا د اداري او مالي چارو او تخنیکي مرستیالانو په ګډون د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې وشوه، په پیل کې د سټنډر ملي ادارې د اداري او مالي چارو مرستیال احسان جلالزي د دغې ادارې د اهمیت په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل او لاندني موارد یې د روان (۱۳۹۸) لمریز کال د مهمو پروګرامونو او پلانونو په توګه یاد کړل:

  • د روڼتیا رامنځته کولو او بیوروکراسۍ د له منځه وړلو په موخه د الکټرونیکي حکومتولۍ (E-Governance) پلي کول
  • د انسا د مسوولیتونو او واکونو په چوکاټ کې د عایداتو لوړول
  • د کیفي تصدیق لیکونو سیسټم رامنځته کول او د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د کیفیت د تصدیق په موخه مارک جوړونې زمینه سازي کول (چې دغه چاره وروستۍ شوې او ژر به عملی بڼه غوره کړي)
  • د ټیلیفون له لارې د شکایتونو اورېدو مرکز جوړول (Call Center)
  • د لابراتوارونو په وسیله د ودانیزو/ساختماني مواردو د کیفیت د کنټرول بهیر پیاوړتیا چې ژر به په ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو کې پیل شي
  • د افغانستان غالیو/قالینو ته د کیفیت د کنټرول او صاداراتو د پراختیا لپاره د لابراتوارونو جوړول او د ناوړه استفادې مخنیوی
  • په سیمه ایزو او نړیوالو بازارونو کې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې لپاره زمینه سازي
  • په مرکز او ولایتونو کې د لابراتواري فعالیتونو د انسجام په موخه د واحدې شبکې (Core System) رامنځته کول
  • د کیفیت او وړتیاوو لوړولو په موخه له ملي او نړیوالو ارګانونو او بنسټونو سره د اړیکو پراختیا
  • له همکارو بنسټونو او هېوادونو سره د همکاریو د هوکړه لیکونو لاسلیکول (ټاکل شوې چې لومړی هوکړه ډېر ژر د مټرولوژی د تطبیق په موخه لاسلیک شي)
  • له اداري فساد او اختلاس سره مبارزه (د فساد پر وړاندې د مبارزې پلې کولو د عمل پلان تر کار لاندې دی او ژر به عملي شي)
  • د انسا د پنځه کلن سټراټيژیک پلان چمتو او عملي کول (چې وروستی شوی او ژر به اجرايي شي)

احسان جلالزی په انسا اداره کې د امکاناتو او تشکیلاتو کموالی د هغو چلنجونو په توګه یادوي چې د دغې ادارې د نوښتونو مخه ډب کوي او ټینګار کوي چې د هېواد دېرش میلیون وګړو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره باید د دغې تشکیلات زیاتوالی ومومي او د روان کال د پروګرامونو عملي کولو ډېرو اسانتیاوو او امکاناتو ته اړتیا ده.

ښاغلي جلالزي دغه راز د حکومت له مشرتابه د ملاتړ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: "موږ هیله مند یو چې د حکومت رهبري په ځانګړې توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس د موجودو چلنجونو پر وړاندې د مبارزې لپاره زموږ لاسنیوی کوي څو وتوانیږو هېوادوالو ته د همکارو ادارو په همکارۍ غوره او کیفیت لرونکي خدمات وړاندې کړو."

د اداري او مالي چارو مرستیال په ورته وخت کې له اړونده ادارو او ملي سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې د سټنډرډونو د ښه والي په برخه کې له انسا ادارې سره له نږدې کار وکړي او په هېواد کې د خدماتو د معیاري کولو په برخه کې خپله ونډه پراخه کړي.

په ورته وخت کې، د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) تخنیکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي د دغې ادارې د رامنځته کېدو اهمیت او لنډې تاریخچې ته په اشارې وویل چې د کیفیت په اړه د پالیسیو جوړول او سټنډرډونو د تطبیق څار د دغې ادارې ترټولو عمده دندې دي.

ښاغلي صدیقي څرګنده کړه چې د انسا رهبري که څه هم یوه نیمه میاشت کیږي چې په کار پیل کړی خو پدې لنډه موده کې یې غوره او سټراټیژیک ګامونه پورته کړي دي. هغه لاسته راوړنو چې انسا ادارې درلودلي په لاندې ډول دي:

  • په سیمه ایزو او نیړوالو ناستو کې ((SARSO, ISO . SMIIC) ګډون
  • په ۱۱ سکټورونو کې د ۶۱۷ سټنډرډونو تدوین او پړاویز لړل یې، او د ملي سټنډونو په توګه د سټنډرډ عالي شورا لخوا د هغو تصویب
  • د ملي سټنډونو د تدوین په برخه کې د ۱۴ تخنیکي کمېټو فعالیتونه
  • ۶ ملی ساختمانی کوډونو تدوین چې له هغې جملې یو یې په انسا د افغانانو په وسیله جوړ شوی
  • په ولایتونو کې د سټنډرډونو د دودولو لپاره د پروګرامونو عملي کول
  • خصوصي سکټور ته په مرکز او ولایتونو کې د ورکشاپونو تنظیمول
  • د افغانستان د جلغوزیو او زعفرانو د سټنډرډونو تدوین
  • د انرژۍ، ماشینونو او نورو لپاره د نورمونو تثبیت او کنټرول یې
  • په مرکز او بندرونو کې د لابراتوارونو د بېخبناوو جوړول

ښاغلي صدیقي له ملي، سیمه ایزو او نړیوالو بنسټونو سره د اړیکو په رغولو او پراخولو ټینګار وکړ او وې ویل چې د مټرولوژي د بډاینې په برخه کې له همکارو بنسټونو په ځانګړې توګه د نړیوالې سوداګرۍ مرکز (ITC) سره پر دې کار کوي څو ګټور او مهم ګامونه واخیستل شي. 

د انسا تخنیکي مرستیال وویل چې: "د مټرولوژي په برخه کې د قانون نه شتون یوه جدي ستونزه وه چې له نېکه مرغه اوس مو پرې کار پیل کړی او د قانوني پړاونو له ترسره کولو وروسته به اجرايي بڼه خپله کړي."

پوهنیار خواجه جاوید صدیقي دغه راز د انسا د نوې رهبرۍ د پلانونو یادونه وکړه وې ویل چې د کیفیت په ملي پالیسۍ چې کولی شي د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او چاپېریال ساتنې په برخه کې ګټوره واوسي، کار پیل شوی دی. هغه وویل چې له نېکه مرغه سیاسي ملاتړ له لاسه سره لري او په اډانه کې به یې وتوانیږي چې په هېواد کې د سټنډرډجوړونې په برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي څو په پایله کې افغان محصولات او تولیدات په کوردننه او بهر کې غوره بازارونه ولري.  

د دغې خبرې ناستې په پای کې د بېلابېلو رسنیو خبریالانو د سټنډرډ ملي ادارې له مرستیالانو پوښتنې وکړې او قانع کوونکي ځوابونه یې ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

په نیمروز بندر کې ۸ ټانکره بې کیفیته تېلو ته د واردولو اجازه ورنه کړل شوه.

په نیمروز بندر کې ۸ ټانکره بې کیفیته تېلو ته د واردولو اجازه ورنه کړل شوه.

د سټنډرډ ملي ادارې په نیمروز بندر کې اته ټانکره تېل چې کیفیت یې د سټنډرډونو سره مطابق نه درلود، هېواد ته یې د. . .

شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۱:۴۲
Background image

په تېره یوه مېاشت کې ١٦٠ ټانکره بې کیفیته تیل په فراه ٧٨ میل بندر کې بیرته ایران هېواد ته ګرځول شوي دي

سټنډرډ ملي اداره په واړو بندرونو کې نه ستړي کېدونکي کوښښونه او هڅې کوي ترڅو د بې کیفیته توکو د راوړلو مخنیوی وشي.
 او په ټولو سوداګرو غږ کوي چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۱:۱۶
Background image

په نیمروز بندر کې ٢٤٠٠ کارټنه بې کیفیته هایدرولیک بیرته ایران هېواد ته وګرځول شول.

په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په زیار اوهڅو  د بې کیفیته تیلو پر راوړلو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي او له ټولو سوداګرو غواړي تر څو هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو. . .

BACK TO NEWS

انسا د خپلو لاسته راوړنو او پلانونو په اړه ولس ته سپیناوی ورکړ