د ګمارنې خبرتیا

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴
د (۷) مسلکي بستونو او (۴) (NTA) بستونو د لومړی ځل ګمارنې خبرتیا

Publish Date

Closing Date

Location

صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د سټنډرډ ملي ادارې،د کارکوونکو چارو امریت

د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې د (۷) مسلکي بستونو او (۴) (NTA) بستونو د لومړی ځل ګمارنې خبرتیا

د افغانستان سټنډرډ ملي اداره ددې لپاره چې کار اهل کار ته وسپارل شي، د اداري اصلاحاتو او مسلکي اشخاصو د جذب په موخه، د خپل تېر اعلانونو د لړۍ په دوام، اوس (۷) مسلکي درېیم او څلورم رتبه بستونه او (۴) د (NTA) بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري.

 

له ټولو په شرایطو برابرو افغان اتباعو څخه هیله کېږي چې د دې خبرتیا له نېټې ۱۴۰۴/۶/۱۲ څخه تر ۱۴۰۴/۶/۲۳ هـ ش پورې، د لسو (۱۰) کاري ورځو په موده کې، د سټنډرډ ملي ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د ګمارنې شعبې ته، چې د کابل-جلال آباد لویه لاره، صنعتي پارکونو نوی سرک کې موقعیت لري، په حضوري ډول مراجعه وکړي، ځانګړې فورمې ترلاسه او له ډکولو وروسته، له خپل CV یا خلص سوانحو سره، د اړینو اسنادو لکه د تحصیلي سند (چې د محترم تحصیلات عالي وزارت له خوا تأیید شوی وي) سره، د کاري تجربې په صورت کې، د امارتي ادارو لپاره خلص سوانح او هغه کاندیدان چې په خصوصي ادارو/موسسو کې فعاله یا مخکې وظیفه تر سره کړې، د خپل کاري قرارداد یا د کاري لیک کاپي وړاندې کړي.

 

وروسته له دې، د استخدام فورمه او اسناد دې په یو (PDF) فایل کې ترتیب او د اعلان تر پای ته رسېدو مخکې دې لاندې ایمیل آدرس ته واستول شي: 

hrd@ansa.gov.af

 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ: 

۰۷۷۵۷۴۸۰۲۰ / ۰۷۸۴۷۱۴۴۱۰ / ۰۷۸۰۷۳۸۲۳۰

Documents

بستونه او د دندې لایحه
فورم ثبت نام

Related VacanciesShow all

Back to vacancies

د ګمارنې خبرتیا