د سټنډرډ ملي ادارې د خوراکي توکو د سټنډرډونو د جوړونې تخنیکي غونډه ترسره شوه

پدې غونډه کې د اړوندې کمیټې رئیس او غړو ګډون درلود چې د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
پدې غونډه کې د تازه هوږې د سټنډرډ په مسودې او دې ورته موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
- د خوراکي توکو سټنډرډونه کیفیت او خوندیتوب تضمینوي او د سیمې او نړۍ سره يې سټنډرډونه عیاروي.
- ياد سټنډرډونه محصول ته کیفي سرټیفیکټ او تصديق پاڼې وړاندې کوي او د نړیوالې سوداګرۍ په وړاندې تخنیکي خنډونه له منځه وړي.