د سټنډرډ ملي اداره کې د چاپیریال د سټنډرډونو د پراختیا په اړه غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال معیارونو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه د دغه ریاست د رئیس او غړو په ګډون د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د فاضله اوبو د تصفیې د فابریکو د طرحې، لسمه برخه: د خوندیتوب اصول او د تېرې غونډې دقیقې طرحې هم د غړو له خوا تصویب شوې.