د سټنډرډ ملي ادارې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې د تجهیزاتو د تدارک د داوطلبۍ خبرتیا

Publish Date
Closing Date
سټنډرډ ملي اداره له ټولو شرایطو پوره وړاندیز کوونکو ته بلنه ورکوي چې ددې ادارې د کیفي تصدیق پاڼو د وېش پروژې لپاره د تجهیزاتو د تدارک داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي.
محترمو وړاندیز کوونکو ته دا زمینه برابره شوې چې د شرطنامې سافټ نقل په وړیا ډول د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت څخه په فلش ډیسک کې تر لاسه کړي.
وړاندیزونه باید د شرطنامې له شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل پر بنسټ، سر تړلي(سربسته)، د خبرتیا د خپرېدو نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې، د سټنډرډ ملي ادارې، د تدارکاتو آمریت ته چې د صنعتي ښارګوټي، د سرک نو څخه تیر، د کابل– جلالآباد لویې لارې ته نږدې موقعیت لري، وسپارل شي.
ناوخته رسیدلي او انټرنټ له لارې لیږل شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
د تضمین وړاندیز (آفر) باید د بانکي تضمین په بڼه د (۶۸۴۵۰۰) شپږ سوه، څلور اتیا زره، پنځه سوه افغانیو په ارزښت وي.
د وړاندیزونو د خلاصولو ناسته به د اعلان له نېټې څخه ۲۱ تقویمي ورځې وروسته، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د سټنډرډ ملي ادارې د دریم پوړ په تدارکاتو آمریت کې ترسره شي.