د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د سټنډرډ ملي ادارې د ډبرو سکارو د لابراتواري تجهیزاتو د پروژې اعلان

Publish Date
Closing Date
سټنډرډ ملي اداره ټولو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ډبرو سکارو د لابراتواري تجهیزاتو د تدارک پروسې داوطلبۍ کې برخه واخلي. علاقهمنده داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافټ کاپي په وړیا توګه په فلش ډیسک کې د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان باید خپل وړاندیزونه د شرطنامې شرایطو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې له مخې، تړلې بڼې (سربسته) د اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د سټنډرډ ملي ادارې تدارکاتو آمریت ته چې په صنعتي ښارګوټي کې، د نوي سړک نه تېر، د کابل-جلالآباد لویه لاره کې موقعیت لري، وسپاري.
هغه وړاندیزونه چې ناوخته وسپارل شي یا د انټرنټ له لارې واستول شي، د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز تضمین باید د بانکي تضمین په بڼه او د ۷۲۴،۵۰۰ (اووه سوه څلور ویشت زره او پنځه سوه) افغانیو په ارزښت وي.
د وړاندیزونو د پرانېست غونډه به د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴/۳/۱۴ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د سټنډرډ ملي ادارې په درېیم منزل کې، د تدارکاتو آمریت کې ترسره شي.