د هیواد په بندرونو کې د ساختماني توکو د کیفیت تثبیت او کنټرول لړۍ په دوامداره توګه روانه ده.

د ستنډرډ ملي اداره د ګرانو هیوادوالو د صحت او خوندیتوب، د مصرف کوونکو د ګټو د تامین لپاره بې ساري هڅې او زیار کړی دی.
( انسا) ادارې د بندرونو په تنظیمولو او د وارداتي توکو په کنټرولولو د بې کیفیته ساختماني توکو مخه نیولي.
چی ١٤٠٢ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې (22162) محمولي ودانیز توکي چې ټوليز وزن یې (2607965.79) ټنه کیږي، تثبیت کیفیت شوي دي.