د سټنډرډ ملي ادارې مالي او اداري چارو نوی رئیس معرفي شو

محترم مولوي محمد عبدالله السیف د سټنډرډ ملي ادارې مالي او اداري رئیس په توګه رسماً معرفي شو. د سټنډرډ ملي ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عطاالله فرید ,دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري, د مطابقت او ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور د دعوت ارشاد رئیس مفتي نور احمد او د اړوندو شعباتو مسؤلینو ګډون کړی وو. د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئيس د مولوي محمد عبدالله السیف د تقرر فرمان د لوستلو پر مهال په دولتي بستونو کې تغير او تبديل يو مهم اصل وباله او نومړي ته يې په چارو کې د برياليتوب هيل وکړه
.معرفت غونډه د مفتي نور احمد په دعا سره پای ته ورسېدله.