د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو فابریکو اتحادیې ترمنځ غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو فابریکو اتحادیې ترمنځ غونډه ترسره شوه په یاده غونډه کې الحاج ملا فیض الله تمیم د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ,محترم عبدالناصر رشتیا د اوسپنې ویلې کولو اتحادیې رئیس , مولوي وحید احمد بدري د دفتر رئیس , مفتي فضل الرحمن منصور مطابقت او ارزیابۍ رئیس او اړوندو ادارتو مسؤلینو ګډون کړی وو.
الحاج ملا فیض الله تمیم د کورنیو تولیداتو پر معیاري کولو او د افغاني تولیداتو په نړیواله کچه د پېژندګلوۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او وه یې ویل: خلکو ته د رښتیني خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له کورنیو تولیدونکو سره همکارۍ ته چمتو یو, او غواړو کورني تولیدات پیاوړي کړو، موږ د هیواد سوداګرو سره تل مرستې ته چمتو یو.
د اوسپنې او فولادو د فابریکو د اتحادیې رئیس عبدالناصر رشتیا د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رئیس له ملاتړ او هڅونې مننه او قدرداني وکړه او د سټنډرډ ملي ادارې د وروستیو فعالیتونو ستاینه یې وکړه.
په ياده ناسته کې د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو اتحادیې محصولاتو د صادراتو د معياري کولو، ښه والي او ودې په اړه بحث او د نظريو تبادله وشوه او همدارنګه د ساختماني چارو په برخه کې د کم کيفيت لرونکو توکو د واردولو د مخنيوي لکه سيخ ګل ، چادور اوسپنه د مخنیوي لپاره یې خبرې اترې وشوې.په ياده ناسته کې د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو اتحادیې محصولاتو د صادراتو د معياري کولو، ښه والي او ودې په اړه بحث او د نظريو تبادله وشوه او همدارنګه د ساختماني چارو په برخه کې د کم کيفيت لرونکو توکو د واردولو د مخنيوي لکه سيخ ګل ، چادور اوسپنه د مخنیوي لپاره یې خبرې اترې وشوې.