د سټنډرډ ملي ادارې د دوه اړخیزو همکاریو تفاهم لیک د کابل پوهنتون د فارمسي له پوهنځي سره لاسلیک شو چې د تجربوي لابراتوار د جوړولو او د عملي زده کړو د زمینې برابرولو په برخه کې به سره مرسته وکړي

د سټنډرډ ملي ادارې او کابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو. په هغه غونډه کې چې په همدې موخه په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د دې ادارې مرستیالانو، د کابل پوهنتون عمومي رئیس اسامه عزیز، علمي شخصیتونو، پوهنتون مرستیال او اړوندو رئیسانو ګډون کړی وو.
ښاغلی الحاج ملا فیض الله تمیم د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کابل پوهنتون د مشرتابه او استادانو څخه مننه وکړه او وویل : " زموږ موخه ملت ته خدمت او ملي ګټو لټول او ساتنه ده " د سټنډرډ ملي ادارې په استازۍ، هغه د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د کابل پوهنتون رئیس د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه ته ښه راغلاست ووایه او د دغه پوهنتون له نویو کړنو یې خوښي څرګنده کړه.هغه وویل : " د ادارو ترمنځ همکاری یو اساسی اصول دی او د خوښۍ ځای دی چې نن د ګډې همکارۍ ، د تجربو د تبادلې او زموږ ټولنې او خلکو ته د ریښتینی خدمت لپاره راټول شوي یو . "
د دې تفاهم لیک موخه د دوه اړخیزو همکاریو رامنځته کول، د تخنیکي معیارونو او مقرراتو پراختیا او پلي کول، د څیړنې لپاره د ساحې رامینځته کول، د تجربوي لابراتوار جوړول او د انټرشپ او عملي روزنې لپاره د ساحې چمتو کول وو. ورپسې د الحاج ملا فیض الله تمیم او اسامه عزیز له خوا یاد یادښت لاسلیک شو او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده