په سټنډرډ ملي اداره کې د ساختماني صنعت ودې او پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د اداري او مالي چارو معین مولوي عطاء الله فرید، د اداري دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري، او اړوندو شعباتو رئیسانو برخه اخیستې وه.
د غونډې په سر د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ټولو ته ښه راغلاست وویل او د ساختماني توکو صنعت د ودې او پراختیا په ارزښت هر اړخیزه خبرې اترې ترسره کړې.
د دې غونډې موخه چې په هېواد کې د ساختماني صنعت وده او پراختیا وه، د ترمیم په برخه کې د انرژۍ د سپما او په ودانیو کې د انرژۍ د ضایع کېدو د مخنیوي په اړه بحث او د نظرونه تبادله شول.
د غونډې په دوام کې د ودانیو د تودولو ټکنالوژۍ استاد ډاکټر انجینر محمد عمر تیموري چې په انلاین ناسته کې یې حضور درلود، د یادې ستونزې په اړه خپل نظریات او د حل لارې چارې د پریزنټیشن په بڼه وړاندې کړې او ژمنه یې وکړه چې د ملي سټنډرډ دفتر سره همکاري کوي.