د ولایتي چارو د رئیس معرفي کېدل

۱۴۴۴هـ . ق د صفر المظفر دویمه
د سټنډرډ ملي ادارې په وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام په منظورۍ، محترم مولوي احمد الغازي د دغې ادارې د ولایتي چارو د رئیس په توګه معرفي او رسماً یې دنده پیل کړه.
د غونډې په پیل کې د سټنډرډ ملي ادارې د مقام د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري د ښاغلي الغازي د ګومارنې حکم ولوست او له خپلې خوا یې نوموړي ته په نوې دنده کې د بریا هیله څرګنده کړه.
ورپسې د سټندرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمدحامد خبرې وکړې. نوموړي ښاغلي الغازي ته د دغې دندې مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه: "په دنده کې تر ټولو مهم اصل پر خپله دنده او مسئولیتونو ځان پوهول او په دې برخه کې علم حاصلول دي. که چېرې خپل مسئولیتونه وپېژنو او په سم ډول یې ترسره کړو، د خدای او هېواد حق به مو په سم ډول ادا کړی وي."
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.