د سټډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي ناسته ترسره شوه.

۲۱/ لیندۍ/۱۴۰۰
د سټنډرډ ملي ادارې د مشرتابه پلاوي ناسته د دې ادارې د چارسنمبالي ښاغلي مفتي محمد حامد په مشرۍ ترسره شوه. په دغه ناسته کې مالي او اداري او تخنیکي مرستیالانو، رییسانو او اړونده کارکوونکو برخه لرله.
په ناسته کې د پلان او پالیسۍ رییس له لوري د (۱۴۰۱) مالي کال کاري پلان وړاندې شو چې په ناسته کې پرې بشپړ بحث ترسره شو. د کاري پلان اړوند ښاغلي حامد و ویل چې راتلونکي مالي کال کې د سټنډرډونو د تدوین ریاست مکلف دی چې تر (۱۰۰) نوي سټنډرډونه ایجاد او پر (۲۰) نورو سټنډرډونو بیاکتنه وکړي. د هغه په وینا د مطابقت ارزونې ریاست باید راتلونکي مال کال کې (۵۰) قطعې د کیفیت تصدیق پاڼې صادرې کړي، په لابراټواري چوپړتیاو کې ښه والی راولي او له درې میلیونه ټنه نفتي او ودانیزو توکو څخه (۵۰) زره نمنونې ترلاسه کړي. یاد ریاست به د دغه پلان له مخې په پلازمېینه کابل کې شاوخوا (۳۰۰) د تېلو پمپ سټېشنونه وڅاري.
د دې ترڅنګ د نورم د تثبیت امریت به د کاري پلان سره سم د (۱۲۶۰) ډوله وسایطو او ماشینونو د نورم د تثبیت چوپړتیاوې ترسره کوي.
په ناسته کې د کاري پلان له مخې مالي او اداري ریاست ته په راتلونکي مالي کال کې د دوه میلیارده افغانیو عوایدو راټولو هدف وټاکل شو.
د دغې ناستې په اوږدو کې د سټنډرډ ملي ادارې یو شمېر نورو ریاستونو او امریتونو خپل کاري پلانونه وړاندې کړل او په ناسته کې پر بشپړ بحث ترسره شو.