د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس د شوال ټکنیکل لابراتوار له عمومي رئیس سره لیدنه وکړه.

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي الحاج ملا فیض الله تمیم او ورسره مل پلاوي د شوال ټکنیکل لابراتوار له رئیس سره لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په لړ کې پر بېلا بېلو موضوعاتو بحث وشو او دواړو لورو د هېواد د پرمختګ لپاره د بشپړې او هر اړخیزې همکارۍ ژمنه او ډاډ ورکړ.
دغه راز ښاغلي الحاج ملا فیض الله تمیم د دې شرکت له بېلا بېلو لابراتواري برخو څخه لیدنه وکړه او د هغوی د فعالیت بهیر یې له نږدې وکتلو.