د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي عمومي رییسې د لوړو زده کړو له علمي معین سره وکتل.

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي عمومي رییسې اغلې ساناز سلیمي د لوړو زده کړو له علمي معین عبدالتواب بالا کرزي سره وکتل. په دغه ناسته کې د دواړو لورو تخنیکي مسوولینو هم برخه لرله.
په یاده ناسته کې د مټرولوژۍ ملي انسټیټوټ په طرحه بحث او نظرونه وړاندې شول. اغلې ساناز د دې انسټیټوټ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه څېړنیز مرکز د هېواد یو له مهمو اړتیاو څخه دی.
د لوړو زده کړو معین له دغې طرحې هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او د پلي کولو په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.