د ادارو بانکي حسابونو ته د پیسو مخکې اداینې او د لګښتونو د نوي طرزالعمل د تطبیق اړوند ښوونیزه برنامه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

ihsan_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۳:۵۸
د ادارو بانکي حسابونو ته د پیسو مخکې اداینې او د لګښتونو د نوي طرزالعمل د تطبیق اړوند ښوونیزه برنامه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

دا برنامه چې د مالي او تدارکاتو د برخې اړوند کارکوونکو ته د عامه پوهاوي او د ظرفیت لوړونې په موخه په سټنډرډ ملي اداره کې جوړه شوې وه، د سټنډرډ ملي ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال عطأالله فرید، د مالي او اداري چارو رئیس عبدالله السیف، د تدارکاتو او مالي څانګو آمرینو او د اړوندو برخو کارکوونکو پکې ګډون کړی و.

برنامه د اداري او مالي چارو د رئیس مولوي عبدالله السیف لخوا د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه.

په پیل کې د سټنډرد ملي ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال د یاد طرزالعمل پر تطبیق تاکید وکړ او زیاته یې کړه :«د اړتیا وړ اسانتیاوو رامنځته کول او په مالي چارو کې چټکیا او شفافیت زموږ له لومړیتوبونو څخه دي».

همدارنګه دا طرزالعمل چې ډېر جامع د یو پرزینتیشن په قالب کې جوړ شوی و د بودیجې د عمومی مدیر نجیب الله له لوري تشریح شو او د ګډونوالو پوښتنه ته یې د قناعت وړ ځوابونه ورکړل.

دا نوی طرزالعمل په ادارو کې د اړتیا وړ اسانتیاوو رامنځته کولو، د بې ځایه لګښتونو څخه د مخنیوي او د امکاناتو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې په موخه ترتیب شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۳:۲۹
Background image

د سټنډرډ عالي شورا درېیمه غونډه د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي مرستیال تر مشرۍ لاندې ترسره شوه او ۱۱۷ نوي سټنډرډونه تصویب شول

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دا غونډه د الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، تر مشرۍ لاندې د مرمرین ماڼۍ په تالار کې ترسره شوه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۲:۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت د چارو ادارې عمومي ریاست د ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي ټیم، له فني ارزونو وروسته، د چارو ادارې د عمومي ریاست د )۱ (عراده فورد ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه.

ددې ادارې د نورم تثبیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه د سرچینو د غوره مدیریت په پار په دوامداره توګه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت متخصصینو د عامې روغتیا وزارت د (۱) عراده موټر، د برېښنا شرکت د (۱) عراده موټر او د پولیسو اکاډمۍ قومانداني د (۱) عراده موټر د سون توکو د مصرف معیار وټاکه. . .

BACK TO NEWS

د ادارو بانکي حسابونو ته د پیسو مخکې اداینې او د لګښتونو د نوي طرزالعمل د تطبیق اړوند ښوونیزه برنامه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه