د سټنډرډ ملي ادارې (ANSA) د اسلامي هیوادونو لپاره د معیارونو او میټرولوژی انسټیټیوټ (SMIIC) د مشرتابه په غونډه او عمومي ناسته کې ګډون وکړ.

waziri_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۱:۲۰
د سټنډرډ ملي ادارې ANSA د اسلامي هیوادونو لپاره د معیارونو او میټرولوژی انسټیټیوټ SMIIC د مشرتابه په غونډه او عمومي ناسته کې ګډون وکړ.

د اسلامی هیوادونو لپاره د معیارونو او میټرولوژی انسټیټیوټ (SMIIC) ۲۶ مه  بورډ ناسته او د هغې ۱۸ مه عمومي ناسته د اکتوبر له ۳۱ مه څخه تر نوامبر ۱  پورې په سعودي (عربستان) کې ترسره شوه.
 په دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د سټنډرډ ملي ادارې د سټنډرډونو او ساختماني کوډونو تدوین چارو رئیس مولوی محمد حنیف (کڅوي)  ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو استازو هم برخه اخېستې وه، چې موخه یې په اسلامي هېوادونو کې د کیفیت لرونکي زېربناوو،پراختیا او د مسلکي ظرفیتونو لوړول دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۳:۲۹
Background image

د سټنډرډ عالي شورا درېیمه غونډه د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي مرستیال تر مشرۍ لاندې ترسره شوه او ۱۱۷ نوي سټنډرډونه تصویب شول

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دا غونډه د الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، تر مشرۍ لاندې د مرمرین ماڼۍ په تالار کې ترسره شوه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۲:۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت د چارو ادارې عمومي ریاست د ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي ټیم، له فني ارزونو وروسته، د چارو ادارې د عمومي ریاست د )۱ (عراده فورد ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه.

ددې ادارې د نورم تثبیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه د سرچینو د غوره مدیریت په پار په دوامداره توګه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت متخصصینو د عامې روغتیا وزارت د (۱) عراده موټر، د برېښنا شرکت د (۱) عراده موټر او د پولیسو اکاډمۍ قومانداني د (۱) عراده موټر د سون توکو د مصرف معیار وټاکه. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې (ANSA) د اسلامي هیوادونو لپاره د معیارونو او میټرولوژی انسټیټیوټ (SMIIC) د مشرتابه په غونډه او عمومي ناسته کې ګډون وکړ.