د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي اونیزه غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۲ - ۱۴:۵۷
د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي اونیزه غونډه ترسره شوه.

شنبه

۲۲/ لیندۍ/ ۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ د رهبرۍ پلاوي اونیزه غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د دې ادارې مرستیالانو، سلاکارانو، ریسسانو او اړونده مسوولیونو برخه درلوده.

د غونډې په پیل ښاغلي احمدزي د اړونده مسوولینو د تېرې یوې اونۍ د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور واورېد او پر اړونده مسایلو یې خپل نظر او لارښوونې وړاندې کړي. نوموړي د سرټیفکشن (تصدیق پاڼې)، د خوراکي توکو د لابرتواري خدمتونو د پیل او د دې ادارې پر تشکیلاتي پلان خبرې وکړې. هغه و ویل دا مهم مسایل دي او په خبره یې په دې برخه کې جدي عمل کوي.

د دې ترڅنګ اړونده مسوولینو یو شمېر پلانونه او طرحې له رهبرۍ او د غونډې له ګډونوالو شریک کړل چې ښاغلي احمدزي یې په اړه نظر وړاندې کړ او لازمې سپارښتنې یې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۳:۲۹
Background image

د سټنډرډ عالي شورا درېیمه غونډه د ریاست ‌الوزرا د اقتصادي مرستیال تر مشرۍ لاندې ترسره شوه او ۱۱۷ نوي سټنډرډونه تصویب شول

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

دا غونډه د الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، تر مشرۍ لاندې د مرمرین ماڼۍ په تالار کې ترسره شوه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۲:۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت امریت د چارو ادارې عمومي ریاست د ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت امریت تخنیکي ټیم، له فني ارزونو وروسته، د چارو ادارې د عمومي ریاست د )۱ (عراده فورد ګرځنده ورکشاپ د سون توکو د مصرف معیار وټاکه.

ددې ادارې د نورم تثبیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم د تثبیت خدمتونه د سرچینو د غوره مدیریت په پار په دوامداره توګه دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې د نورم تثبیت متخصصینو د عامې روغتیا وزارت د (۱) عراده موټر، د برېښنا شرکت د (۱) عراده موټر او د پولیسو اکاډمۍ قومانداني د (۱) عراده موټر د سون توکو د مصرف معیار وټاکه. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ پلاوي اونیزه غونډه ترسره شوه.