د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت اړوند ناسته ترسره شوه.

Moasaq_admin
Sat, Oct 10 2020 9:11 AM
د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت اړوند ناسته ترسره شوه.

د سټنډرډ ملي ادارې د مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي په مشرۍ د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت اړوند ګډه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د سوداګرۍ وزارت سلاکار او د صنایعو خونې استازي برخه درلوده.

ښاغلي جلالزي د خپلو خپر پر مهال و ویل چې د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت د پروسې لپاره هر ډول چمتوالی لري. د هغه په وینا اوس مهال ستونزه یواځې د سمنټو د ټسټ د بیې لوړوالی دی چې د ټیټولو لپاره یې پلان او چوکاټ جوړ شوی دی.

په ناسته کې د سټنډرډونو پر پلي کولو تمرکز وشو او په دې برخه د یو شمېر ستونزو پر حل خبرې اترې وشوې.

 

Latest news

BACK TO NEWS

د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت اړوند ناسته ترسره شوه.