د افغانستان د اطاقونو فدراسیون مشر د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره وکتل.
۲/غبرګولی/۱۴۰۰
د افغانستان د اطاقونو فدراسیون مشر محمد اسماعیل غضنفر د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس ذبیح الله زیارمل سره وکتل.
په دغه لیدنه کې نوموړي ښاغلي زیارمل ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او د خصوصي سکټور په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي زیارمل له هغه څخه د مننې ترڅنګ له خصوصي سکټور او نورو حکومتي ادارو سره همکاري او همغږي له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه وګڼل او د اړینو همکاریو ژمنه یې وکړه.