په سټنډرډ ملي اداره کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون يو شمېر ښځینه محصیلنو د عملي کار دوره پيل کړه.
٢٩/ذو القعده/١٤٤٣
په سټنډرډ ملي اداره کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون يو شمېر ښځینه محصیلنو د عملي کار دوره پيل کړه.
د سټنډرډ ملي اداره د یوه حکومتي معتبر بنسټ په توګه له نورو اکاډمیکو بنسټونو سره نږدې همکاري لري او د ا.ا.ا له پالیسۍ سره سم د ښځینه زده کړیالانو لپاره د اسلامي شرایطو سره سم او د حجاب په رعایت کولو سره د عملي زده کړو زمینه برابره کړې ده. د سټنډرډ ملي اداره په هېواد کې د مسلکي او تخنیکي وړتیاو د لوړولو په هڅه کې ده.