په سټنډرډ ملي اداره کې د ښځو د حقوقو اړوند غونډه جوړه شوه.
دوشنبه
۲۸/تله/۱۳۹۹
په سټنډرډ ملي اداره کې د ملګرو ملتونو د منشور د (۱۳۲۵) مادې د پرېکړه لیک په تړاو غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې د دې ادارې ښځینه او نارینه کارکوونکو برخه درلوده.
په غونډه کې د یاد پرېکړه لیک په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې شول. دغه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو د منشور د (۱۳۲۵) مادې له مخې په (۲۰۰۰م) کال تصویب شو چې موخه یې د ښځو ارزښت، سوله او خوندیتوب ښودل شوی دی.
د دې ترڅنګ په ټولنه کې د اسلام مبارک دین له مخې د ښځو په حقوقو بحث وشو او په دې تړاو عامه پوهاوی وړاندې شو.