د مټرولوژۍ د قانون په تړاو د ملي شورا د اقتصادي کمیسیون ناسته ترسره شوه.

۱۳۹۹/مرغومی/۲۸
د مټرولوژۍ (وزن او کچه)د قانون په تړاو د ملي شورا د اقتصادي کمیسیون ناسته په دغه شورا کې ترسره شوه. په دغه ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مطیع الله ځلاند، د عدلیې وزارت او سوداګرۍ او صنایع خونو استازو، د ولسي جرګې د اقتصادي کمیسیون او د یو شمېر نورو اړوندو برخو کارکوونکو برخه درلوده.
په غونډه کې د کمیسیون غړو د مټرولوژۍ د قانون پر طرحه بحث وشو او د سمون په موخه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل چې د سټنډرډ ملي ادارې له لوري به د دغه قانون لپاره په پام کې ونیول شي. د یادونې وړ ده چې دغه پړاو به د مټرولوژۍ د قانون د نهایي کېدلو وروستی پړاو وي.