د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجراتو د ارزونې زده کړیز پروګرام ترسره شوه
یکشنبه ۱۳۹۸/ زمري/۱۳
په سټنډرډ ملي اداره (انسا) کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون له لوري د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د اجراتو د ارزونې زده کړیز پروګرام ترسره شوه. په دغه پروګرام کې د سټنډرډ ملي ادارې مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي، رییسانو او د دغې ادارې لسګونه کارکوونکو برخه درلوده.
د دغې غونډې په پیل کې احسان جلالزي د موضوع اړوند خبرې وکړې او په وینا یې د اجراتو ارزونه یو مدیریتي مسوولیت دی چې کاري سټنډرډونه ټاکي او مشخص کوي یې چې ایا د کارکوونکي اجرات د ټاکل شوو سټنډرډونو مطابق دي او کنه او په دې توګه کولای شو چې د کارکوونکي د اجراتو هڅونه مدیریت کړو.
ښاغلي جلالزي زیاته کړه، په دولتي ادارو کې د اجراتو د ارزونې د مطرح کېدو دلیل دا دی چې باید مامور مدیر، مدیر امر، امر رییس، رییس ولسمشر او ولسمشر ملت ته ځواب ویونکی وي. د نوموړي په وینا د کار مثبتې یا منفي پایلې د اجراتو د ارزونې له لارې مشخصې کېږي او ارزونه دا نه ده چې ستونزې پيټې وساتو؛ بلکې ستونزې پیدا او حل لارې ورته ولټوو. د جلالزي په خبره د اجراتو ارزونه د کارکوونکو د مثبتو پایلو او د ادارې د پرمختګ سبب ګرځي.
د دې ترڅنګ د سټنډرډ ملي ادارې د بشري سرچینو رییسې انوشې بارکزۍ د کارکوونکو د اجراتو د ارزیابۍ اړوند معلومات وړاندې کړل او ویې ویل په هره اداره کې ارزونه یو اصل دی او له نېکه مرغه په دغه پروګرام کې د ارزونې پر شرایطو، د ارزونې د موجودیت او نه موجودیت پر ګټو او تاوانونو پوهېږو. د کار کوونکو په ارزونې سره کولای شو چې هر څوک د خپل کاري مسوولیت د ترسره کولو په اندازه حقوق ترلاسه کړي.
د دغې غونډې په اوږدو کې ذبیح الله جامي د غونډې ګډونوالو ته د ارزونې شرایط، موخې، د اجراتو د ارزونې ډولونه، اسناد او ځینې نور معلومات وړاندې کړل او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.