د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د دې ادارې له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
سه شنبه
۲۸/غویی/۱۴۰۰
د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د خپلې لومړۍ کاري ورځې په لړ کې د دې ادارې د مرستیالانو، رییسانو او سلاکارانو په ملتیا د ادارې له اړونده کارکوونکو سره له نږدې ولیدل او د هغوی وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې یې واورېدلې او د چارو د لا ښه والي په موخه یې ورته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.