د ترکمنستان هیواد ترکمن ګاز د شرکت سره د سټنډرډ ملي ادارې آنلاین ناسته
۱۴۴۴هـ . ق ۳۰ صفر المضفر
د سټنډرډ ملي ادارې په دفتر کې د اړونده سټنډرډونو او د هغې د سوداګرۍ په برخه کې د مایع ګاز ستونزو د حل په موخه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي مفتي محمد حامد، اداري او مالي مرستیال ښاغلي مولوي عطاء الله فرید، ښاغلی مفتي فضل الرحمن منصور د مطابقت ارزونې ریاست رئیس، د ملي سټنډرډونو او ساختماني کوډونو د تدوین ریاست رئیس، ستر سلاکار محمد طارق صافی، د پلان او پالیسۍ ریاست رئیس، د مقام سکرتر ګډون او د عامه پوهاوي او اړیکو امر او ویاند ګډون کړی وو.
پیل کې محترم مفتي محمد حامد د غونډې د اجنډا په اهمیت خبرې وکړې او د مایع ګازو د معیاري کولو په برخه کې یې د لازمو تدابیرو د نیولو او د ستونزو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په دې کتنه کې د هېواد په بازارونو کې د ګازو د اوسني وضعیت او د هېواد د سوداګریزو د ستونزو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.