د بې کیفیته توکو د تولید، اکمال او عرضې د مخنیوي کمېسیون په صنعتي پارکونو کې یو شمېر فابریکې وڅېړلې.
یاد کمیسیون چې د سټنډرډ ملي ادارې، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت، ښاروالۍ، لویې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت او عامې روغتیا وزارت څخه جوړ دی، موخه یې د هېواد په کچه د جعلي او تاریخ تیره توکو راټولول دي. یاد کمیسیون د جمعه محمد محمدي په صنعتي پارکونو کې د درملو او خوراکي توکو د تولید درې فابریکې وڅیړلې او د هغوی محصولات یې د کمیسیون له خوا تصویب او د امکان تر حده یې د معیاري کولو او ودې په موخه لازمې سپارښتنې ورته وشوې، تر څو د سټنډرډ ملي ادارې ته د سټنډرډ اخیستنې په برخه کې مراجعه وکړي .
اداره: مهرباني وکړئ د افغانستان ملي سټنډرډ ته مراجعه وکړئ او د خپلو محصولاتو لپاره اړین معیارونه ترلاسه کړئ.