د افغانستان اوسپنې د ویلي کولود اتحادیې د څارنې د بهیر په اړه د راپور ورکولو غونډه د افغانستا
په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي الحاج ملا فیض الله تمیم، د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي مفتي محمد حامد، د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري,د ارزونې او مطابقت رئیس ښاغلي مفتي فضل الرحمن منصور
ښاغلي عبدالناصر رشتیا د اوسپنې ویلې کولو د اتحادیې اجراییوي رئیس انجنیر عنایت الله یما، انجینر ظریف عثماني او د انسا د څانګې نورو محترمو غړو او د اتحادیې محترمو اجرایوي بورډ ته د ستاینلیکونو د وړاندې کولو په موخه د اوسپنې د ویلې کولو فابریکو د تولید د څارنې پروسې په اړه راپور د اوسپنې د فابریکې د تولید د معیاري کولو پر بنسټ جوړ شوی وه.
په دې غونډه کې د اوسپنې د محصولاتو او اکمالاتو د دوامدارې څارنې لپاره د کړنلارې د جوړولو د څرنګوالي په اړه د غونډې د غړو ترمنځ خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه چې په پایله کې یې د راتلونکو اقداماتو لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.