تصدیق لیکونه (Certification)

د صنعتي محصولاتو لپاره د وضع کړل شویو سټنډرډونو مطابق د تصدیق پاڼو درلودل د ۱۹ پېړۍ په منځنۍ سلیزه پورې تړاو لري چې په تدریجي توګه یې په نړیوالې سوداګرۍ کې خپل ارزښت ساتلی او دا ارزښت د وخت په تېرېدلو سره نور هم ډېرېږي. د محصولاتو د کیفیت د معلومولو لپاره د تصدیق پاڼو شتون یو له اړینو موضوعاتو څخه دی، څو دا ثابته کړي چې یو محصول د شته سټنډرډنو یا معیارونو سره مطابقت لري. له همدې کبله اړینه ده چې د تصدیق پاڼو په اړه پوره او کره معلومات ولرو، څو په سوداګریزه لارو چارو کې ترې ګټه واخلو.

نه یوازې دا چې تصدیق پاڼې د یو محصول د کیفیت او معیار د معلومولو لپاره اړینې دي، بلکې د مدېریتي سیسټمونو او چوپړوالي پروسو په برخه کې هم ډېر رول لري تر څو دا ثابته کړي چې یادې چارې د وضع کړل شویو سټنډرډونو سره مطابقت لري چې ګڼ شمېر سټنډرډونه په دې اړه هم جوړ شوي دي. دغه کار د محصولاتو او سیسټمونو د منظمو پلټنو او ارزونو سبب شوی دی او د کیفیت د ثابتولو لپاره یې د تصدیق پاڼو فرهنګ ته نوره هم وده ورکړې ده. د تصدیق پاڼو د ورکړې سازمانونه خپلواک بنسټونه دي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري او د اقتصاد او سوداګرۍ د پرمختګ په برخه کې د پام وړ رول لوبوي.

تصدیق لیک څه شی دی؟

تصدیق لیک هغه لیکلی سند دی چې د مطابقت د ارزوني وروسته د یوې باوري سرچینې له خوا صادرېږي او له سټنډرډونو یا اړوندو تخنیکي مقرراتو سره د محصول، سیسټم یا پروسو مطابقت تاییدوي.

د مطابقت د ارزونې پروسه لکه څنګه چې له نوم څخه یې ښکاري، د ازمېیښت لارې چارې، ارزونه، کتنه او څارنه او یا هم د یادو پروسو ترکیب دی، څو ډاډه شي چې  ایا محصول، خدمت، پروسه او د سېسټم مدېریت له اړوند اختیاري او اجباري سټنډرډونو سره مطابقت لري او که نه؟ د مطابقت د ارزونې یوه له بنسټیزو او اړینو دندو څخه د تصدیق لیکونو ورکړه ده.

تصدیق لیکونه په عمومي توګه په دوه برخو وېشل کېږي:

  1. د محصول د کیفیت تصدیق لیکونه
  2. د سېسټم د کیفیت تصدیق لیکونه

د محصول د کیفیت د تصدیق لیکونو د ورکړې تګلاره:

دا پروسه د محصول له ارزونې سره تړلې ده چی د نمونې د لابراتواري ازمېیښت څخه ورسته یې کیفیت له ټاکل شوي سټنډرډ سره پرتله کېږي او د مطابقت په صورت کې ورته تصدیق پاڼه ورکول کېږي، مګر هېره دې نه وي چې د دې محصول د تولید پروسه باید د سېسټم د مدېریت له سټنډرډونو لکه ISO 9001 یا HACCP سره سمون ولري. د معیارونو سره د مطابقت په صورت کې تولیدوونکي ته وروسته اجازه ورکول کېږي، څو د ځانګړي  تصدیق لیک پر بنسټ د تصدیق لیکونو نښه پر محصول یا د هغه پر پوښ باندې ولګوي.

 

 

د محصول د کیفیت د تصدیق لیک ارزښت:

ولې تاسې د محصول د کیفیت تصدیق لیکونو ته اړتیا لرئ؟ په دې اړه ډېر دلېلونه موجود دي چې د مهمو دلیلونو څخه یې د خپل محصول لپاره د تولیدوونکي د شهرت تر لاسه کول او همدارنګه په مارکېټ کې د هغه لپاره د غوښتنې یا تقاضا د کچې لوړول دي.

په ځینو هېوادونو کې د محصول د تصدیق لیکونو نښې د دې ثبوت دی چې محصولات د تخنیکي مقرراتو یا جبري سټنډرډونو سره مطابقت لري، د استفادې وړ او د کیفیت درلودونکي دي. دا کار مستهلکینو ته ډاډ ورکوي چې یاد محصول یې روغتیا ته کوم زیان نه رسوي او هم د یاد محصول څخه چاپېریال ته کوم تاوان نه رسېږي.

د مدیریتي سېسټم د کیفیت د تصدیق لیکونو اساسات

د مدېریتي سېسټم د کیفیت تصدیق لیکونه د تولیدوونکي له تګلارو، خدمتونو او پروسو د وړاندې کوونکو سره سروکار لري. مدېریتي سېسټم د اړونده سټنډرډونو د اړتیاوو سره سم ارزول کېږي او د هغوی سره د مطابقت په صورت کې د تصدیق لیکونو د ادارې له خوا تصدیق او منل کېږي. د مدېریتي سېسټم تصدیق لیکونه په سوداګریزه چارو کې یوه اړتیا ده، تر څو سوداګر وکولای شي، په بازار کې په سالمه توګه سیالي وکړي او له دې لارې شهرت تر لاسه کړي.

تر ټولو ښه مدېریتي تصدیق پاڼه پر ISO 9001 باندې ولاړه ده چې د پېژندنې د (۱۹۸۰) کال څخه يې تر اوسه پورې د یو میلیون څخه زیات تصدیق لیکونه صادر کړي دي. ډېر شمېر نور سټنډرډونه هم موجود دي چې د سېسټم د مدېریت د تصدیق لیکونو لپاره کارول کېږي او په ځینو ځانګړو اقتصادي برخو کې د ځانګړي ارزښت لرونکي دي.

د مدیریتي سېسټم ځیني تصدیق لیکونه چې په بازار کې ډېر ارزښت لري په لاندې ډول دي:

  • آیزو ۹۰۰۱   د کیفی مدیریت سیستم ISO 9001:2015 Quality Management System
  • آیزو ۲۲۰۰۰ د خوراکي توکو د مصوونیت د مدېریت سېسټم ISO 2200 Food Safety Management System
  • آیزو ۱۴۰۰۱ د چاپېریال ساتنې د مدېریت سېسټم ISO 14001 Environmental Management System
  • آیزو ۴۵۰۰۱ د مسلکي روغتیا او خوندیتوب د مدېریت سېسټم ISO 45001 Occupational Health and Safety Management System

تصدیق لیکونه (Certification)

The subscription service is currently unavailable. Please check again later.