ذبیح الله زیارمل رئیس عمومی اداره مد افغانستان سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ذبیح الله زیارمل په کابل کې د ایران اسلامي جمهوري مقیم اقتصادي مستشار ښاغلي شیرزادي سره لیدنه وکړه.
۱۷ زمری ۱۴۰۰
په دغه لیدنه کې د سیمییزو سټنډرډونو پر تدوین، تطبیق او پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ د حجم زیاتوالی، د پانګونې فرصتونه، د همکارۍ هوکړه لیکونه، په سیمییزه کچه د اقتصادي هم پالنې ایجاد، د سټنډرډ نښان ترویج او د دواړو هېوادونو د کیفیت تضمین، د موجوده ګواښونو د مدیریت په موخه د ګډو لارو موندل، د نفتي، توریډي او تولیدو توکو د سټنډرډونو تطبیق او د نورم تثبیت په اړه خبرې اترې ترسره شوې.
د یادونې وړ ده چې دواړو لورو د پورته همکاریو او همغږیو د لا پراختیا لپاره پر تعهد او ژمنیا ټینګار وکړ.