د نفتي توکو د سټنډرډونو د جوړونې اړوند د تخنیکي کمیټې غونډه په سټنډرډ ملي اداره کې ترسره شوه

دا غونډه د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو رئيس مولوي محمد حنیف، ددې کمیټې رئيس او غړو په ګډون سره د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
پدې غونډه کې ډیزلي انجنو د غوړو د سټنډرډ اړوند او د ازمایښت په کړنلارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د غونډې په لړ کې په مخصتر ډول یو شمېر کلیدي کړنلارې تر څېړنې لاندې ونیول شوې او یاد سټنډرډ د آزمایښت له ۲۳ کړنلارو سره یوځای د کمیټې د غړو لخوا وروستي شو.
په یادو د آزمایښت کړنلارو کې د اکسیدیشن او زنګ په وړاندې د مقاومت ارزونه، د رسوباتو د کنټرول او غوړو د مصرف کړنلارې، د هوا په وړاندې د مقاومت اړوند ازمایښتونه، د فلزي برخو پوښلو او زنګ وهلو اړوند ازمایښتونه او ځینې نور ځانکړي ازمایښتونه دي.