د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال سټنډرډونو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال سټنډرډونو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې د چاپیریال سټنډرډونو د پراختیا تخنیکي کارپوه نصرالله شیرزاد، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د دوامدارې پراختیا او ارزونې رئیس محترم انجنیر نقیب الله صدیقي او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه. په دې غونډه کې د فاضله اوبو تصفیې فابریکې د سټنډرډونو مسوده، اتمه برخه، د تداوۍ او د خځلو د ذخیره کولو طرحه د کمیټې د غړو لخوا هر اړخیز بحث او بیاکتنه وشوه. د فاضله اوبو تصفیه یو له مهمو مسلو څخه دی، چې د درملنې نشتوالی یې په چاپیریال ناوړه اغیزې لري او د انسان روغتیا له خطر سره مخامخ کوي.