د سټنډرډ ملي ادارې د ولایتي څانګو امرینو د دې ادارې له لوی رییس سره وکتل.
۲/ غبرګولی/۱۴۰۰
د سټنډرډ ملي ادارې د ولایتي څانګو امرینو د دې ادارې له لوی رییس ذبیح الله زیارمل سره لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې یادو امرینو ښاغلي زیارمل ته د نوې دندې مبارکي و ویله او په چارو کې یې ورته د بریا هیله وښوده.
ښاغلي زیارمل له دوی مننه وکړه او تر څنګ یې په ولایتو څانګو کې د چارو د ښه والي او اصلاحاتو د راوستلو په موخه جدي سپارښتنې وکړې.