د پلازمینې زون پراختیا او سټنډرډ ملي ادارو تر منځ پر همکارۍ بحث وشو.
۲۸/ کب/۱۳۹۹
د پلازمینې زون پراختیا ادارې لوی رییس نجیب الله شینواري او ورسره مل پلاوي د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس ښاغلي عزیز احمدزي سره لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې ښاغلي احمدزي د ادارو تر منځ د همکارۍ پر ارزښت خبرې اترې وکړې. د دې ترڅنګ د سټنډرډ ملي ادارې پر فعالیتونو او موخو بحث د دې لیدنې یوه برخه وه او د دواړو ادارو ترمنځ پر پراخه همکارۍ ټینګار وشو.