د ملی سټنډرډونو او ودانیزو کودونو د تدوین او ترویج ریاست

په ۱۳۹۱ کال کی د سټنډرډ ملی اداری په تشکیل کی د ۴۸ تنو کارمندانو(۱ دوهم بست، ۱۲ دریم بستونه ، ۲۵ څلورم بستونه ، ۴پنځم بستونه ، ۲ اووم بستونه او ۴ اتم بستونه) ایجاد شو.لدی سره سم پدی ریاست کی تخنیکی کمیټو هم توسعه وموندله او خپل فعالیت یی رسماً پیل کړ. د دی ریاست د نوی تشکیل د غړو تعداد ۲۳ کسانو ته رسیږی، چی په مختلفو څانګو کی پکار بوخت دی.       
په لمړیو کی نوموړی ریاست د خوراکی توکو او کرنیزو محصولاتو د سټنډرډونو د تدوین آمریت ، د دوایی او سینګارتوکو د سټنډرډونو د تدوین آمریت، د ودانیزو توکو د سټنډرډونو دتدوین آمریت، د نفتی توکو دسټنډرډونو د تدوین آمریت چی د نوموړی ریاست له بنیادی آمریتونو څخه شمیرل کیږی بنسټ کیښود. او متعاقباً د نساجی اوڅرمنی آمریت او د انرژی آمریت یی په ترکیب کی ور اضافه شول.

اوسمهال سربیره په پورته ذکر شویو آمریتونو د مدیریت کیفیت د سټنډرډونو آمریت، د خوراکی توکو او کرنیزو محصولاتو د حلالو سټنډرډونو د تدوین آمریت، د کیمیاوی توکواو پلاستیک د سټنډرډونو د تدوین آمریت، د طبی وسایلو او صحت د سټنډرډونو د تدوین آمریت، د چاپیریال ساتنی د سټنډرډونو دتدوین آمریت، د الکترو تخنیک اومخابراتو آمریت، د معدن د سټنډرډونو د تدوین آمریت او د ملی ودانیزو کودونو او د ملی ساختمانی کودونو څلور کمیټی  هم د دی ریاست تر چتر لاندی فعالیت کوی چی په همدی جریان کی هر آمریت پدی وتوانیده چی پخپل بخش کی دا کمیټی ایجاد او د سټنډرډونو د تدوین او اقتباس لپاره عملی ګامونه اوچت کړی.

ریاست تدوین و ترویج ستندردهای ملی و کود های ساختمانی

د سټنډرډونو د بین المللی سازمان د اصولو او مقراراتو پر اساس د تخنیکی کمیټو جوړښت کی باید د خصوصی سکتور د علمی او اکادمیکو ادارو او دولتی اړوندو ادارو نمایندګان فعالانه غړیتوب اودایمی سهم ولری.

نوموړی کمیټی چی د اړوندو ادارو له غړو څخه تشکیل شویدی په میاشت کی یوځل نوبتی جلسات تدویره وی.
نوموړی ریاست تر دی دمه ۷۸۱ ملی سټنډرډونه له بین المللی منابعو څخه اقتباس تدوین او د سټنډرډ عالی شورا له طریقه تصویب کړی چی د ضرورت په اساس د تقاضا کوونکو په اختیار کی ورکړل شوی دی.
همدا راز شپږ ملی ودانیز کودونه چی هغه عبارت دی له (ودانیزکود، مهندسی کود، د ښاری ودی کود، د هندسی ډیزاین کود، د لویو لارو او سړک کود، د پلونو او پلچکونو کود، او په ودانیو کی د مؤثری انرژی څخه د استفادی کود) تدوین ترجمه او چاپ کړیدی.

د سټنډرډونو د ترویج په اړوند د هیواد په مرکز او ولایاتو کی ښونیز او روزنیزی برنامی پکار اچول شویدی. همداراز د بروشرونو او ګڼ شمیر نشراتو په اړوند معین او مشخص فعالیتونه تر سره  شویدی.      
د ملی سټنډرډونو تدوین د محصولاتو او خدماتو د عرضی په برخه کی چی د کیفیت له لمړنیو اساساتو څخه شمیرل کیږی، د بی کیفیته توکو شتون په بازار کی او خواشینونکی منفی بیلانس په سوداګری کی او د مستهلکینو څخه د ملاتړاود تولیدی محصولاتو د کیفیت او مصؤنیت لپاره لازمه ده چی ملی سټنډرډونه تدوین او یا اقتباس شی.
نو د همدی اصل پر بناْ د ملی سټنډرډونو تدوین او اقتباس د سټنډرډونو د تدوین ریاست له لمړیتوبونو څخه  شمیرل کیږی.

د سټنډرډ ملی اداره د کار په شروع کی دیته لیواله وه چی دملی سټنډرډونو د تدوین پروسه د بین المللی سټنډرډونو د منل شویو اصولو سره په مطابقت کی تر سره کړی ، د سټنډرډونو د تدوین پروسه چی یوه له مهمو پروسوڅخه ده د سټنډرډ جوړونی د بین المللی کړنلارو سره په مطابقت کی تر سره کیږی.

د ذیدخله حکومتی ادارو او خصوصی سکتور ونډه چی د سټنډرډونو د تدوین په پروسه کی په پام کی نیول کیږی عدم همکاری د دی باعث شوه چی په تخنیکی کمیټوکی برخه وانخلی.

 د دی معضلی د حل لپاره دوه بیلابیل احکام د وخت له جمهوری ریاست څخه واخیستل شول ترڅو اړوندی اداری د سټنډرډ جوړونی په پروسه کی فعالانه برخه واخلی سربیره پردی د سټنډرډ اداری مسؤلین پر دی وتوانیدل چی حکومتی ادارو او د خصوصی سکتور مسؤلینو ته د سټنډرډ د ارزښت په اړه قناعت ورکړی او د دوی سهم او ونډه د سټنډرډ جوړونی په پروسه کی تثبیت کړی، وروسته لدی چی د اړوندو ادارو مسؤولینو او نمایندګانو قناعت حاصل شو په ډیر دلچسپی سره یی د سټنډرډ جوړونی په برخه کی فعالانه سهم اخیسته، چی د تخنیکی کمیټو ایجادیدل د دی واقیعت مصداق دی.
د سټنډرډ ملی اداری د بین المللی قبول شویو اصولو او د سټنډرډ جوړونی بین المللی سازمان د کړنلارو پر بناْ د ملی سټنډرډونو د تدوین لپاره شپږ مرحله ایزه پروسه پکار واچوله چی دا مراحل عبارت دی له
:

  1. د وړاندیز مرحله
  2. د تیاری مرحله
  3. د کمیټی مرحله
  4. د نظر غوښتنی مرحله
  5. د تصویب مرحله
  6. د نشر مرحله

د ملی سټنډرډونو او کودونو د تدوین او ترویج د ریاست کړنی

په لمړیو کی د ملی سټنډرډونو لپاره پنځه سکټورونه په اولویت کی ټاکل شوی وه چه عبارت وه له:

  1. د خوراکی توکو او زراعتی محصولاتو سټنډرډونه
  2. د درملیزو او سینګارولو توکو سټنډرډونه
  3. د نفتی توکو سټنډرډونه
  4. د ودانیزو توکو
  5. مترولوژی ( وزنونو او مقیاس) سټنډرډونه.

د سټنډرډ ملی اداری لمړنۍ تخنیکی کمیټه د نفتی توکو په څانګه کی په ۱۳۸۷ کال کی تاسیس کړه چه دی پروسی ډیره چټکتیا ومونده او د دی تخنیکی کمیټو ساحی پراختیا پیدا کړه. د اوس لپاره د ملی سټنډرډونو د تدوین په برخه کی لاندی تخنیکی کمیټی فعالی دی:  

  1. د کیفیت مدیریت د سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه ( ANSA / TC 2 )
  2. د خوراکی توکو او زراعتی محصولاتو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه ( ANSA / TC 3 )
  3. د دوایی او سینګارولو توکو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه ( ANSA / TC 4 )
  4. د تعمیراتی او ودانیزو توکو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه ( ANSA / TC 5  )
  5. د نفتی توکو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه ( ANSA / TC 6 )
  6. د مخابراتو او الکتروتخنیک د سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه ( ANSA / TC 8 )
  7. د نساجی او څرمنی د سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه (  ANSA / TC 9 )
  8. د مترولوژی د سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه (  ANSA / TC 10 ) د تعلیق په حال کی ده.
  9. د چاپیریال ساتنی د سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه ( ANSA / TC 14 )
  10. د ماین پاکۍ د سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه ( ANSA / TC 16 ) د تعلیق په حال کی ده.
  11. د کیمیاوی او پلاستیک د سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه ( ANSA / TC 17 )
  12. د روغتیا او روغتیایی وسایلو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه ( ANSA / TC 18 )
  13. د حلال سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه ( ANSA /TC 19 )
  14. د کانو او کان کاریو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکی کمیټه (ANSA/ TC 20)   

باید زیاته کړو چه د ملی ودانیزو کودونو په برخه کی څلور تخنیکی کمیټی شتون لری چه د کار په پیل کی به په نویو کودونو باندی کار له سره ونیسی.

د ملی ودانیزو کودونو تخنیکی څانګه د ( ملی مهندسی کود، ملی ودانیز کود، د پل او پلچک د ډیزاین ملی کود، د ښارجوړونی ملی کود، د لویو لیارو او سرک د ډیزاین د سټنډرډ ملی کود او په تعمیر کی د انرژۍ د اغیزمنتیا ملی کود) درلودونکی ده.

د ملی سټنډرډونو او ودانیزو کودونو د تدوین او ترویج ریاست

د سټنډرډ عالی شورا:

د سټنډرډ عالی شورا په ۱۳۸۹ د سټنډرډ جوړونی د قانون د اتمی مادی د حکم پر بنا د افغانستان د اسلامی جمهوری د دوهم ریاست د محترم مقام د ریاست لاندی جوړه شوه. په پیل کی دغه شورا د اقتصاد، لوړو زده کړو، مالیی وزارتونو د معینانو،  د عامی روغتیا د خوړو او دوا د ملی بورد رئیس، او د چاپیریال ساتنی د ملی اداری، د علومو اکاډمۍ، سټنډرډ ملی اداری، د سوداګرۍ او صنایعو د خونی عمومی رئیسانو څخه جوړه شوی وه چه سکرتریت یی د سټنډرډ ملی اداری تخنیکی معاون او د هغی معاونیت د سوداګرۍ او صنایع وزارت وزیر په غاړه درلود.     

د سټنډرډ جوړولو د نوی قانون د نافذیدو څخه وروسته په ۱۳۹۰ کال د سټنډرډ عالی شورا د سټنډرډ ملی اداری عمومی رئیس د مرستیال په توګه، د مالیی وازرت د ګمرکاتو او عوایدو معین، د اقتصاد وزارت معین، د لوړو زده کړو وزارت معین، د کرنی، اوبو لګونی او مالدارۍ وزارت معین، د مخابراتو وزارت معین، د ښار جوړونی او مسکن وزارت معین، د ټولګټو وزارت معین، د عامی روغتیا وزارت معین، د سوداګرۍ او صنعت وزارت معین، د ترانسپورت وزارت معین، د علومو اکادمۍ رئیس، د چاپیریال ساتنی ملی اداری رئیس، د کابل ښاروالۍ رئیس، د محلی ارګانونو ملی اداری مرستیال، د سوداګرۍ خونی د مدیره هئت رئیس د غړو په توګه او د سټنډرډ ملی اداری تخنیکی مرستیال د منشی په توګه د جلالتمآب محترم قانون پوه سرور دانش د افغانستان اسلامی جمهوری ریاست محترم مقام مرستیال تر ریاست لاندی جوړه شوه، د سټنډرډ د قانون د نهمی مادی مطابق دغه شورا لاندی دندی لری:

  1. د سټنډرډ ملی اداری د ستراتیژی او پالیسیانو تصویب او د هغوی له تطبیق څخه څارنه
  2. د ملی سټنډرډونو او ودانیزو کودونو او نورمونو تصویب
  3. د تخنیکی مقرراتو تائید او طرح او د افغانستان اسلامی جمهوری کابینی ته د تصویب لپاره د هغوی وړاندی کول
  4. د سټنډرډ ملی اداری د کلنی پلانونو تصویب
  5. د ملی سټنډرډنو او ودانیزو کودونو او د نورو د خرڅ وړ خپرونو د قیمت تصویب
  6. د اړونده طرزالعملونو او لوایحو تصویب

د ملی سټنډرډونو او ودانیزو کودونو د تدوین او ترویج ریاست مهمی لاسته راوړنی:

  • په (۱۲) سکتورونو کی د ۷۸۱ ملی سټنډرډونو د تدوین پړاونو بشپړول او د ملی سټنډرډونو په حیث د سټنډرډ عالی شورا پواسطه د هغوی تصویب.
  • د ۶ ملی ودانیزو کودونو تدوین (ملی ودانیز کود، ملی مهندسی کود، د لویو لیارو او سرک د هندسی ډیزاین سټنډرډ ملی کود، د ښاری پراختیا ملی کود، د پل او پلچک لمړۍ او دوهمی برخی د ډیزاین ملی کود او په ودانۍ کی د انرژۍ د اغیزمنی استفادی ملی کود) چه په انګلیسی ژبه او دری ژبه چاپ او د لاسرسی وړ اوسی.  
  • د سټنډرډ عالی شورا پواسطه د تصویب په منظور د تخنیکی کمیټو له لیار ی د ۳۵۹ نویو سټنډرډونو او آزمیښت د طریقو بشپړول
  • د ۱۰۰۰ جلده د سټنډرډ د لغاتنامی تدوین، ترتیب اوچاپ
  • د ۱۰۰۰ جلده سټنډرډونو د لست ترتیب او چاپ، او په ۱۴۰۲ کال کی د چاپ لپاره د نویو لستونو تیارول.
  • د ملی سټنډرډونو او ودانیزو کودونو په برخه کی په مختلفو عنوانو سره چه هر یو د هغوی ۱۰۰۰ جلده چاپ شوی دی، د معلوماتی رسالو او بوکلیتونو طرح او چاپ.
  • د دولتی او خصوصی سکتور په غوښتنه چه تر دی دمه ۳۸۰۹ جلده ملی سټنډرډونه ،۴۵۳ پاڼی د پطرولو او ډیزلو تیلو د مشخصاتو جدول، د مایع ګاز د مشخصاتو جدول او ۹۰۸ جلده ملی ودانیز کودونه په مختلفو سکتورونو کی د غوښتونکو په لاسرسی کی ورکړل شویدی.
  • دولتی پوهنتونونو ته د ۱۴۰۲ کال په جریان کی په دری او انګلیسی ژبو د ملی ودانیزو کودونو یو یو مکمل سیت توزیع کول
  • د پلان مطابق د تخنیکی کمیټو د غونډو رابلل
  • د افغانستان اسلامی امارت په جریان کی د سټنډرډ عالی شورا د لمړنۍ غونډی د رابللو لپاره تیارۍ
  • د ښځو د سوداګرۍ او د سوداګرۍ او صنایع خونو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو په لاره اچول او د پوهنتونونو، اکادمیک سکتور، دولتی سکتور، خصوصی سکتور او نورو موسساتو لپاره د معلوماتی پریزنتیشنونو تیارول
  • د دولتی اداراتو او خصوصی سکتور سره د مرستو د تفاهم نامو امضاء کول
  • د سټنډرډ جوړونی په منطقوی او بین المللی (SARSO, ISO, SMIIC) ښوونیزو پروسو کی د ملی سټنډرډونو او ساختمانی کودونو د تدوین او ترویج د ریاست د کارکوونکو ګډون
  • د سټنډرډ جوړونی په منطقوی او بین المللی (SARSO, ISO, SMIIC) غونډو کی د ملی سټنډرډونو او ساختمانی کودونو د تدوین او ترویج د ریاست د کارکوونکو ګډون  
  • د اداری څخه بهر ګډون په نورو غونډو کی چه د سټندرډ جوړونی اړوند مسلکی مسایلو په هکله جوړیږی
  • د ۱۴۰۲ کال په جریان کی د SMIIC په غونډه کی د ملی سټنډرډونو او ساختمانی کودونو د تدوین او ترویج د رئیس ګډون
  • د ۱۴۰۲ کال په جریان کی د نویو ودانیزو کودونو په برخه کی د اړوندو اداراتو سره د مشورتی غونډی جوړول
  •  د ترتیب شوی پلان او اداری د رهبری مطابق د ملی سټنډرډونو او ساختمانی کودونو د تدوین او ترویج د ریاست ورځنۍ کړني. 

د ملی سټنډرډونو او ودانیزو کودونو د تدوین او ترویج ریاست