د ککړې هوا د مخنیوي په تړاو غونډه جوړه شوه.

Moasaq_admin
Sat, Dec 28 2019 2:17 PM
د ککړې هوا د مخنیوي په تړاو غونډه جوړه شوه.

شنبه ۱۳۹۸/مرغومی/۷
د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي په مشرۍ د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د انسا ادارې مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي، د مطابقت ارزونې رییس احسان الله حیات، د چاپېریال ساتنې ادارې او د کابل ښار د تېلو د لسګونه پمپ سټېشنونو استازو په کې برخه درلوده.
په دغه غونډه کې ښاغلي صدیقي د هوا د ککړتیا پر لاملونو بحث وکړ او په دې برخه کې یې د جلالتماب ولسمشر د هدایت مطابق د بېړنیو ګامونو د اخیستو یادونه وکړه. نوموړي و ویل چې تېل پلورونکي مسوول دي، څو د بې کیفیته تېلو له پلور څخه ډډه وکړي، کنه قانوني چلند به ورسره وشي. هغه زیاته کړه، چې ګرځنده لابرتوارونو ته یې دنده سپارلې ده، څو په بازار کې د هر پمپ تېل چک کړي. د ښاغلي صدیقي په وینا چې د یوې ټاکلې طرحې له مخې به په نږدې راتلونکي کې هېواد ته د بې کیفیته تېلو له واردولو څخه مخنیوی وشي.
د دې ترڅنګ مالي او اداري مرستیال ښاغلي احسان جلالزي پر تېل پلورونکو غږ وکړ چې په دې برخه کې له مونږ سره همکاري وکړي. نوموړي و ویل په دې برخه کې جدي دي او د سرغړونې په صورت کې به له مسوولو کسانو سره قانوني چلند کېږي.
په غونډه کې د پمپ سټېشنونو یو شمېر استازو د هوا د ککړتیا لاملونه یوازې پر تېلو پورې ونه تړل، بلکې د سوند مواد، د وسایطو زیاتوالی او د یو شمېر نورو لاملونو یادونه یې وکړه چې د هوا په ککړتیا کې یې ونډه لرله.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د دې ناورین د له منځه وړلو لپاره به په ګډه کار کوي او پر تېلو به په جدي څار کېږي.

Latest news

Mon, Jan 29 2024 11:46 AM
Background image

8 tankers of low-quality oil were rejected in Nimroz province

Low-quality oil tankers (Petrol and diesel oil) were returned to Iran by the Afghanistan National Standards Authority in Nimroz province.

Sun, Aug 07 2022 12:54 PM
Background image

16 tankers of low-quality oil were rejected in Herat province

17 / Dhul-Qa'da / 1443 16

low-quality oil tankers (gasoline and diesel oil) were returned to Iran by the Afghanistan National Standards Authority in Herat province

Wed, Aug 11 2021 3:35 PM
Background image

ANSA start to boost up carpet and textile quality testing in ANSA's central laboratories. 

ANSA's Carpet and Textile Lab is active and ready to provide services to industrialists, entrepreneurs and exporters of Carpets. These Labs have specialized and professional capicaty. . .

BACK TO NEWS

د ککړې هوا د مخنیوي په تړاو غونډه جوړه شوه.