د سټنډرډ ملي ادارې د کابل پولیتخنیک او بلخ پوهنتون د یو شمېر محصلینو د کار آموزۍ دورې د ازموینې پروسه جوړه کړه.
د سټنډرډ ملي ادارې د کابل پولیتخنیک او بلخ پوهنتون د یو شمېر محصلینو د کار آموزۍ دورې د ازموینې پروسه جوړه کړه.
د سټنډرډ ملي ادارې د کابل پولیتخنیک او بلخ پوهنتون د یو شمېر محصلینو د ازموینې پروسه جوړه کړه. دغه محصلین چې پخوا یې د سټنډرډ په ملي اداره کې په اداري او تخنیکي برخو کې عملي زده کړې کړې وې، د ۱۴۴۳هـ .ق کال د محرم الحرام په ۱۶مه نېټه د موظفې کمېټې له خوا واروزل شول او ازموینه ترې واخیستل شوه.
اوس د سټنډرډ ملي ادارې په هېواد کې د مسلکي او تخصصي ظرفیتونو د ودې او پیاوړتیا په موخه پوهنتونونو او نورو اکاډمیکو بنسټونو ته د عملي زده کړو زمینه برابره کړې، چې دا اقدام په هېواد کې د پرمختګ او ترقۍ په برخه کې یو اغېزناک ګام ګڼل کېږي.