دملی سټنډرډ اداری لوی رییس ډاکټر نقیب الله فایق لنډه پیژندنه

ډاکټر نقیب الله فایق دمحمدالله زوی په 1358 لمریز کال کی  دفاریاب ولایت ، المارولسوالی داخند بابا کلی کی دی نړی ته سترګی پرانیستی . خپل لومړنی ، متوسطه او ثانوی تعلیمات یی  د امیرعلی شیرنوایی په ښوونځی کی بشپړ کړی دی  اووروسته دبلخ دطب پوهنتون ته شامل اوپه 1383 لمریز کال کی دډاکټر په صفت فارغ چی دالټراساونډ په څانګه کی دتخصص دبشپړولو وروسته ټولنی ته د خدمت کولوپه موخه مټی رانغاړلی دی .

نوموړی پنځه کاله دفاریاب ولایت په عامی روغتیا ریاست کی دډاکټر په توګه او یوکال دالمارولسوالی دعامی روغتیا  دآمر په توګه خپله دنده برمخ بیولی او درسمی وظایفو سربیره د (کل چورتګوی ) داوونیزی دمدیر او همدارنګه دجنبش ګوند دځوانانو دفرهنګی څانګی  دمعاون په توگه هم دنده اجراء کړی ده .

نوموړی دولسی جرګی په ټاکنو کی دخلکو درایو له لاری پارلمان ته لاره پیداکړه او دپنځو کلونو دپاره دولسی جرګی دصحت ، سپورټ او ځوانانو دکمیسیون د رییس په توگه دنده اجراء کړی ده اوهیره دی نه وی چی نوموړی دځوانانو دکلیدی مهرو څخه گڼل کیده  چی په پارلمان کی یی په دوامداره ډول دهغوی څخه دفاع او حمایت کړی دی  .

نوموړی په هیوادکی په ډیموکراسی او دبیان په آزادی معتقد شخص دی چی په بشپړ قاطعیت سره یی په هیواد کی دمطبوعاتو او بیان آزادی څخه ملاتړکړی دی  په همدی وجه په پارلمان کی دخلکو دخوښی وکیلانو له جملی څخه ګڼل  کیده چی نوم یی په ټول افغانستان کی د ریښتینی او زړور وکیل په حیث ثبت شوی دی .

ډاکټر نقیب الله فایق دافغانستان داسلامی جمهوری ریاست مقام د 1394 کال 143 ګڼی فرمان په اساس دملی سټنډرډ  اداری ( انسا )  دلوی رییس په صفت تعیین چی دکابینی دیو شمیر غړو ، وکیلانو او دیو شمیر لوړپوړو دولتی چارواکو له لوری دسټنډرډ دخپلواکی اداری کارکوونکو ته وروپیژندل شو  او عملْا یی په کارپیل وکړ.

ډاکټر فایق دخپل کار دپیل راهیسی هڅه کړی چی دسټنډرډ اداره په یو خدمتی او فعاله اداره تبدیله کړی ، هغه موخه چی رسیدل ورته خورا ستونزمن دی داځکه چی په ټولنه کی تراوسه دسټنډرډونودمنلو فرهنګ ندی بنسټیز شوی .

دسټنډرډونو دندی په یوتعداد اداراتو کی پاشل شوی دی او حتی همدغه  ادارات دیته نه دی حاضر ترڅو دسټنډرډونو اړوند کارونه دسټنډرډ اداری ته ولیږدول شی .

ډاکټر نقیب الله فایق دکومی ورځی څخه چی په دی اداره کی پښه ایښی تل  او پرته له ځنډه کار کوی او هڅه کوی تر څو دسټنډرډ اداره په یوه فعاله اداره بدله کړی